ads

د امريكا او جرمني مشرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د امريكا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ او د جرمني لومړۍ وزيرې انګلا مېركل په افغانستان كې د خپلو ځواکونو د روان ماموريت په اړه خبرې وکړې.

نویسنده: sarwan
28 کب 1395
د امريكا او جرمني مشرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د امريكا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ او د جرمني لومړۍ وزيرې انګلا مېركل په افغانستان كې د خپلو ځواکونو د روان ماموريت په اړه خبرې وکړې.
ټرمپ په سپينه ماڼۍ كې له مېركل سره په ګډه خبري غونډه كې د خبرو په مهال په افغانستان کې د جرمني ځواکونو ماموريت او رول وستايه او په درناوي يې د جرمني د هغو ۵۰ سرتېرو يادونه وکړه، چې په افغانستان کې وژل شوي دي.
ټرمپ مېرمن مېرکل وستايله، چې په افغانستان كې او له دې هېواده بهر يې د ناټو د ماموريت او هڅو ننګه کړې ده.
د جرمني لومړۍ وزيرې هم وويل، چې له جمهور رييس ټرمپ سره يې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د موجوديت او ماموريت په اړه خبرې کړي، خو په دې تړاو يې ډېر جزيات ورنه کړل.
د طالبانو د رژيم له نسکورېدو وروسته جرمني لسګونه زره سرتېري افغانستان ته راواستول او په بلخ ولايت کې يې دېره کړل.
دا مهال په افغانستان کې د امريکا او جرمني زرګونه سرتېري د ناټو په چوکاټ کې فعاليت کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA