د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې يې د ځانګړو هوايي او ځمکنيو عملياتو پرمهال ۴۰ داعش وسله وال وژلي او په لسګونه حلقې ماينونه يې خنثی کړي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې تېره شپه د ملي اردو ځانګړو کومانډو ځواکونو د هوايي او ځمکنيو عملياتو پرمهال د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ په جنجال غونډۍ او بهادر بابا سيمو کې عمليات ترسره کړي، چې پرمهال يې ۴۰ داعش وسله وال وژل شوي او په لسګونه نور ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي، په دغو عملياتو کې يې ۴۷ کړۍ بېلا بېل ډوله مايونه هم کشف او له منځه وړي دي.
فقيري زياتوي، په يادو عملياتو کې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


