ads

د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ د ډیورنډ له پورې غاړې ۸۰ توغندي توغول شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، نن سهار د ډیورنډ فرضي کرښې له پورې غاړې پر مومندرې ولسوالۍ اتیا توغندي را توغول شوي دي.

نویسنده: sarwan
27 کب 1395
د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ د ډیورنډ له پورې غاړې ۸۰ توغندي توغول شوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، نن سهار د ډیورنډ فرضي کرښې له پورې غاړې پر مومندرې ولسوالۍ اتیا توغندي را توغول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې نن سهار وختي د مومندرې ولسوالۍ په ورسک او ډکې سیمو باندې د پاکستانیو ځواکونو له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې له پورې غاړې شاوخوا ۸۰ توغندي را توغول شوي، چې ډېری د استوګنې پر کورونو لګېدلې دي.
نوموړی وایي، په دغو را توغول شوو توغندیو کې د مرګ ژوبلې په اړه لا کوم معلومات نشته، خو د سیمې ډېر خلک یې کډه کېدو ته اړ کړي دي.
د والي ویاند دغه راز وایي، چې له پاکستانیو منسوبینو سره د تورخم دروازې د پرانیستل کېدو خبرې شوي، خو ډېره هیله هم نه کېږي، چې دروازه دې نن خلاصه شي.
پاکستاني ځواکونه یو ځل بیا پر ختیځ د توغندیو دا تازه بریدونه داسې مهال کوي، چې وړمه شپه د بریتانیا حکومت په منځکړیتوب په لوړه کچه د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې وشوې، چې په خپلو منځونو کې به سیاسي کړکېچ حلوي او د تورخم او چمن دروازې به بېرته د تګ را تګ پر وړاندې پرانیستل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA