ads

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له روسي چارواکو سره ګوري

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر چې په مسکو کې دی تمه کېږي نن د روسيې له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.
ظاهراً د افغانستان د ملي امنيت سلاکار او روسي چارواکو ترمنځ د بحث اساسي برخه د تُندلارۍ، د کوکنارو د کښت او د نشه‎يي موادو د قاچاق پر وړاندې مبارزه ده.

نویسنده: sarwan
27 کب 1395

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ کليد ته وويل، چې اتمر نن له خپل روسي سيال نيکولای پيتروشيف او د هغه هېواد د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف سره ګوري.
مسکو تېره مياشت د يوې شپږ اړخيزې غونډې کوربه و، چې په کې د افغانستان د سولې په اړه بحث وشو.
په دې غونډه کې د افغانستان، پاکستان، چين، ايران، هند او روسيې استازي شامل وو.
تر دې وړاندې مسکو منلې وه، چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش سره د مبارزې په هدف يې له طالبانو سره مخامخ اړيکې نيولي دي.
که څه هم کابل هغه مهال د مسکو او طالبانو ترمنځ پر اړيکې انتقاد وکړ، خو اوس د کابل اداره خوشبينه ده، چې روسيه وکولای شي د سولې خبرو ته د طالبانو په هڅولو کې رول ولوبوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA