ads

خوست کې د ملي اردو پر پوسته موټر بم بريد شوی

د خوست په صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ کې نن سهار شاوخوا ۶ بجې د ملي اردو پر امنيتي پوسته د موټر بم ځانمرګی بريد شوی.

نویسنده: sarwan
27 کب 1395
خوست کې د ملي اردو پر پوسته موټر بم بريد شوی

د خوست په صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ کې نن سهار شاوخوا ۶ بجې د ملي اردو پر امنيتي پوسته د موټر بم ځانمرګی بريد شوی.
د صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط کليد ته وويل، چې دغه بريد کې د ملي اردو يو سرتېری وژل شوی او لس نور ټپيان شوي دي.
دغه سرچينه وايي، چې چاودنه زوروره وه او تر لرې سيمو يې د کورونو ښيښې ماتې کړې دي.
له بل لوري د سيمې خلک وايي، له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي او پېښې ته نږدې، يوه ديني مدرسه او ښوونځی هم زيانمن شوي.
تر دې مهاله د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې د دغه بريد مسووليت په غاړه نه دی اخيستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA