ټاكل شوې چې د ملي امنيت سلاكار نن روسيې ته سفر وكړي.
د ملي امنيت د شورا وياند تواب غورځنګ وايي، چې ښاغلى اتمر به په دغه سفر كې د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف او له خپل روسي سيال نيكولاى پتروشوف سره وويني او دواړه لوري به له ترهګرۍ سره په مبارزه او په افغانستان كې د سولې او ثبات په ټينګښت خبرې وكړي.
له بلې خوا د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د دغه سفر هدف په سيمه كې د امنيت ټينګښت، د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې او سيمه ييزې همكارۍ ياد كړى دى.
له دې وړاندې د ملي امنيت د شورا سلاكار د اسيايي هيوادونو په امنيتي غونډه كې ويلي وو چې روسيه او ايران بايد له طالبانو سره د خپلو اړيكو څخه په افغانستان كې د سولې لپاره كار واخلي نه په دغه هيواد كې د جګړې د دوام لپاره.
په همدې حال كې اجرائيه رياست د روسيې د هغه اعلان هركلى كوي چې ويلي يې دي روسيه له طالبانو څخه پوځي ملاتړ نه كوي. د اجرائيه رياست وياند مجيب الرحمن رحيمي وايي هر ډول خبرې اترې چې له طالبانو سره كيږي بايد مشري يې افغان حكومت وكړي.
اتمر په لندن كې د افغانستان، پاكستان او انګلستان ترمنځ له درې اړخيزې غونډې وروسته چې موضوع يې د افغانستان او پاكستان ترمنځ وروستۍ شخړې او په سيمه كې ناامني وه نن مسكو ته ولاړ.


