ads

امين كريم: په هيواد كې د بهرنيو ځواكونو حضور غيرقانوني او پر وړاندې يې مقاومت مشروع دى

د حزب اسلامي د مركچې پلاوي مشر محمدامين كريم وايي، په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو حضور غيرقانوني دى او په وينا يې ملګرو ملتونو هم تر اوسه په افغانستان كې د دغه ځواكونو د حضور په اړه يو كوچنى جواز هم نه دى صادر كړى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
26 کب 1395

كريم چې د افغانستان د سولې او نجات د شورا په يوه غونډه كې يې خبرې كولې وويل: د نړيوالو قوانين پربنسټ په افغانستان كې د غيرقانوني نړيوالو ځواكونو پر وړاندې جګړه مشروع ده.
د كريم په خبره، اوسمهال د اشغال موضوع په پوځي حضور بدله شوې خو زياتوي چې حزب اسلامي به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وروستي سرتيري تر وتلو پورې د دغه ځواكونو پرضد له سياسي لارو خپلو مبارزو ته دوام وركوي.
د حزب اسلامي د مركچي پلاوي مشر زياتوي چې د آيساف ځواكونه له دې خبرې مستثنى دي او د هغوى حضور په افغانستان كې د نړيوالو معاهدو پربنسټ قانوني دى.
هغه ټينګار كوي چې د بهرنيو ځواكونو وتل د سولې لپاره يو شرط نه بلكې بايد يو هدف وي.د كريم په خبره حزب اسلامي د ملي حاكميت، د اسلامي نظام په جوړولو او ټولنيز عدالت هيڅكله له بهرنيانو سره خبرې نه كوي او په وينا يې په دې مسايلو له بهرنيانو سره خبرې په ملي حاكميت د معاملې په معنا دي.
دا په داسې حال كې ده چې له هيواده د بهرنيانو وتل د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د سولې د هوكړه ليك يو له اساسي شرطونو بلل شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA