اجرائيه رياست وايي، د بلخ د والي د څرګندونو په اړه كوم ځانګړى دريځ نه غوره كوي.
د دغه رياست وياند مجيب الرحمن رحيمي د پنجشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه كې وويل، له دې وړاندې اجرائيه رئيس ډاكټر عبدالله عبدالله د ښاغلي عطامحمدنور د څركندونو په اړه څه نه دي ويلي او دى هم څه نه وايي خو زياتوي چې بايد په هر ډول څرګندونو كې د هيواد نافذه قوانين او اداري نزاكتونه په پام كې ونيول شوي.
د بلخ والي عطامحمدنور د روانې اوونۍ په لومړيو كې ويلي و چې عبدالله د يو شمېر خلكو حقونه ترلاسه نه كړل او په وينا يې دوى دا نه غوښتل چې يو څوك څوكۍ ته ورسوي بلكې دوى غوښتل چې د خلكو حقونه ترلاسه كړي.
نور په ورته وخت كې په تېرو ټاكنو كې د عبدالله د ملاتړ له كبله له خپلو پلويانو هم بښنه وغوښته او اعلان يې وكړ چې نور به له عبدالله سره خپله سياسي لاره جلا كړي.


