د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، د کاپيسا په اول کوهستان کې يې د يوې نجلۍ په ګډون د غلو يوه پنځه کسيزه ډله نيولې ده.
د کاپيسا د امنيې قومندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي کليد ته وويل، چې د يوې نجلۍ په ګډون يې د غلو يوه پنځه کسيزه ډله د کاپيسا په اول کوهستان کې نيولې ده، چې نيول شوي کسان د کابل اوسېدونکي دي او په نوموړې ولسوالۍ کې يې غلاوې او نورې جنايي پېښې ترسره کولې.
د يوسفزي په وينا په دې اړه له دوی څخه څېړنې روانې دي او هغه ډلې ډېرې خطرناکې وي، چې په جرمونو کې يا په خپلو ليکو کې مېرمنې او نجونې لري.
يوسفزی زياتوي د کاپيسا د دويم او اول کوهستان په يو شمېر لويو لارو کې ډېری مهال د سيمې اوسېدونکو څو ځلې د غلو له شتونه شکايتونه هم کړي دي.
د يادونې وړ ده چې اول کوهستان د امنيت له پلوه د کاپيسا د ټولو ولسواليو په پرتله ښه امنيت لري او د هېواد له ګوت ګوټ څخه خلک د اوړي په موسم کې يادې ولسوالۍ ته سفرونه کوي.


