د کابل د سردارمحمد داود خان پر روغتون د خونړي بريد په اړه د څېړنې پلاوی وايي، تر اوسه هېڅ داسې سند نشته چې ثابته کړي، چې په دغه حمله کې له بريد کوونکو سره د دغه روغتون له دننه همکاري شوې وي.
د دغې حملې د څېړنې په اړه د ګمارل شوي پلاوي مشر جنرال هلال الدين هلال نن په يوه خبري کنفرانس کې وويل، د دغې حملې په تړاو د يوه جنرال په ګډون ۲۴ تنه نيول شوي دي.
د هغه په وينا د دوی څېړنې ښيي، چې دې حمله کې د روغتون امنيتي مسوولينو وظيفوي غفلت کړی او هغه موټر ته يې چې جعلي نمبر پلېټ يې درلود د روغتون داخل ته د ننوتو اجازه ورکړې ده.
ښاغلي هلال وويل، له شواهدو ښکاري چې دغه بريد د افغانستان له بهره پلان شوی و، خو زياته يې کړه چې په دې اړه د کشفي او امنيتي ارګانونو څېړنې روانې دي.
جنرال هلال الدين هلال په دغه خبري کنفرانس کې دا هم وويل، چې په دغه بريد کې ۵۰ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.
د دې بريد مسووليت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخيستی.


