د افغانستان، بريتانيا او پاكستان چارواكي نن په لندن كې د افغانستان او سيمې د امنيتي وضعيت په ځانګړې توګه د كابل او اسلام اباد ترمنځ د وروستي سياسي کړکېچ د حل لارو په اړه خبرې کوي.
د ملي امنيت شورا دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د بريتانيا د سلطنتي دولت په بلنه د سې شنبې په ماښام دغه هېواد ته په يو ورځني رسمي سفر لاړ.
د سرچينې په وينا، په لندن كې نننۍ جوړېدونكې غونډه كې به د افغانستان په استازيتوب محمد حنيف اتمر، د بريتانيا له لوري د دغه هېواد د لومړي وزير د ملي امنيت سلاکار مارک لېل ګرنټ او د پاکستان له خوا د هغه هېواد د لومړي وزير د بهرنۍ تګلارې سلاکار سرتاج عزيز ګډون وكړي.
بل خوا په اسلام اباد کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال، چې اتمر سره په دې سفر كې ملګرى دى وايي، چې غونډه به د تروريزم په ضد په مبارزه کې د افغانستان او پاکستان د ريښتينې همکارۍ او د پاکستان له لوري د تورخم او سپين بولدک لارو د بندېدو پر موضوعاتو هم تمرکز وکړي.
ټاكل شوې د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سبا د روسيې له سياسي او امنيتي چارواکو سره د خبرو په هدف مسكو ته روان شي.


