د ملي امنيت رياست چارواکي وايي، موظفينو يې په جلال اباد ښار کې د وسلو او چاودېدونکو توکو يو پټن ځای کشف او لسګونه ميله وسلې يې ترلاسه کړې دي.
د ملي امنيت له عمومي رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې موظفينو يې په يو لړ ځانګړو عملياتو کې د جلال اباد ښار دويمې ناحيې په يوه ښوونځي کې عمليات ترسره کړي، چې پر مهال يې د وسلو يوه زېرمه او ګڼ نور چاودېدونکي توکي نيولي دي.
سرچينه وايي، د نيولو شويو توکو په تړاو يې دوه تنه نيولي، چې اوس مهال ترې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.
ملي امنيت په جلال اباد ښار کې د وسلو دا زېرمه په داسې حال کې کشف کوي، چې نن سهار بيا د ملي اردو له لوري د ښار په شپږمه ناحيه کې ګډ چاڼيز عمليات پيل شوي او له خلکو سره يې د ښار د ناامنه کېدو زياتې اندېښنې را پيدا کړې دي.


