ads

د ننګرهار په خالص فاميليو کې د شاهين ۲۸ په نوم چاڼيز عمليات پيل شول

د ملي اردو چارواکي وايي، دجلال اباد ښار خالص فاميليو کې يې د شاهين ۲۸ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل.

نویسنده: sarwan
25 کب 1395
د ننګرهار په خالص فاميليو کې د شاهين ۲۸ په نوم چاڼيز عمليات پيل شول

د ملي اردو چارواکي وايي، د جلال اباد ښار خالص فاميليو کې يې د شاهين ۲۸ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې نن سهار يې د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند په مولوي خالص فاميليو کې د څلورمې پلې لېوا د شپږم کنډک په مشرۍ له ملي اردو، سيمه ييزو پوليسو او ملي امنيت سره يو ځای د شاهين ۲۸ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل.
نوموړی وايي، له يادو عملياتو يې موخه په سيمه کې د ورانکاره کړنو مخنيوی او د ډاډمن امنيت راوستل دي.
د جلال اباد ښار په خالص فاميليو کې دا عمليات په داسې حال کې پيل شوي، چې د يو شمېر عامو ولسونو په وينا د حکومت د وسله والو مخالفينو ډېرې کورنۍ په دغه سيمه کې مېشتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA