د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريدونو کې ۱۷ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، چې تېره شپه د اچين ولسوالۍ په مومندره او پېښې سيمو کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په څلورو هوايي بريدونو کې ۱۷ داعش وسله وال وژل شوي او په لسګونه نور ټپيان دي.
نوموړی وايي، وژل شوي داعش وسله وال ټول بهرني وګړي دي، چې اوس مهال يې جسدونه په سيمه کې پراته دي.
مشرقيوال زياتوي، په دغو بريدونو کې د سيمې خلکو او افغان ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


