د ننګرهار د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې په ښوونځيو کې يې له اولادونو د کتابونو او تباشير په نوم سلګونه افغانۍ اخيستل کېږي.
د يو شمېر ښوونځېو د زده کوونکو اولياوو کليد سره په خبرو کې وويل، چې يو شمېر استادان د تباشير او کتابونو په پلمه ور څخه پيسې اخلي.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکي شيرين پاچا کليد ته وويل،چې د سره رود ولسوالۍ بګرامېو سيمې د عبدالرحمان پژواک ښوونځي کې يې له لورګانو څخه په يوه او بله پلمه پيسې اخيستل شوې دي.
شيرين پاچا زياتوي، چې لور يې په ياد ښوونځي کې اول نمره ده، خو تر اوسه د ټولنيز په نوم کتاب پرته بل هېڅ کتاب نه دی ور کړل شوی.
په ورته وخت کې بيا د ننګرهار د پوهنې رياست تدريسي مرستيال اول ګل ابو ذاهد کليد ته د خلکو دغه اندېښنې په ځاي بولي، خو وايي، چې که هر څوک په دغه برخه کې کره اسناد په لاس ولري، نو دوی به له يادو ښوونکو سره قانوني چلند تر سره کړي.
هغه وايي،چې د ټول ولايت په کچه د کتابونو د نه شتون ستونزه نه لري.
د ننګرهار د پوهنې رياست اړوند فعاليتونو څخه د يو شمېر ولسوالېو خلک او زده کوونکي په داسې حال کې سر ټکوي، چې څه موده وړاندې د يادې ادارې يو مسوول له کليد سره په خبرو کې منلې وه، چې د ننګرهار پوهنې رياست يې د سياسي کېدو پر لور روان دی.


