د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، تېره شپه چپرهار ولسوالۍ په للمې کلي کې پر امریکایي ځواکونو د سرک غاړې ماین چاودنه شوې ده.
د ننګرهار دوالي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې تېره شپه شاوخوا اته بجې د چپرهار ولسوالۍ په للمې سیمه کې د امریکایي ځواکونو پر موټر د سرک غاړې ماین چاودنه شوې ده.
نوموړي په دغه چاودنه کې د اوښتو تلفاتو په اړه د معلوماتو نه درلودلو له امله څه ونه ویل.
بل خوا په کابل کې د امریکا سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ختیځ کې یې پر ځواکونو چاودنه کې درې سرتېري ټپيان شوي دي.
داعش وسله والو د یادې پېښې پړه منلې ده.


