ads

لغمان کې ملي امنيت له چادېدونکو توکو ډک موټرسايکل نيولی

د ملي امنیت عمومي ریاست چارواکي وایي، موظفینو یې په لغمان ولایت له چاودېدونکو توکو ډک موټر سایکل کشف او له منځه وړی دی.

نویسنده: sarwan
24 کب 1395
لغمان کې ملي امنيت له چادېدونکو توکو ډک موټرسايکل نيولی

د ملي امنیت عمومي ریاست چارواکي وایي، موظفینو یې په لغمان ولایت له چاودېدونکو توکو ډک موټر سایکل کشف او له منځه وړی دی.
د ملي امنیت له عمومي ریاست څخه په خپره شوې خپرپاڼه کې ویل شوي، چې موظفینو يې د لغمان مرکز مهترلام اړوند سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي مخکې له چاودنې کشف او له منځه وړي دي.
سرچینې ددغو چاودېدونکو په تړاو د چا د نیولو او د یادو چاودېدونکو توکو د شنډېدو کره وخت نه دی ښودلی.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA