د ملي اردو چارواکي وايي، د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې يې د طوفان ۷۵ په نوم روانو عملياتو کې وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې په دغو عملياتو كې يې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د توپچي بريدونو له كبله لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې او ګڼ شمېر کلي يې د دوى له شتونه پاک کړي دي.
د هغه په وينا، دا عمليات به په ماڼوګي ولسوالۍ كې د ټولو وسله والو تر له منځه وړلو پورې دوام وكړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


