ads

۳۴ ښځينه فعالانې ستایل کېږي

د افغان ښځو شبكې د ښځو د نړیوالې ورځې په پلمه د ۲۰۱۷ كال لپاره يو ملي كمپاين په لاره اچولی. د دغه کمپاين په لړ کې د افغان ښځو شبکې د ټولنيزو پاڼو له لارې د ټول هېواد په كچه ۳۴ تنه فعالې ښځې مشخصېږي او ستايل کېږي.

نویسنده: sarwan
23 کب 1395
۳۴ ښځينه فعالانې ستایل کېږي

د افغان ښځو شبكې د ښځو د نړیوالې ورځې په پلمه د ۲۰۱۷ كال لپاره يو ملي كمپاين په لاره اچولی. د دغه کمپاين په لړ کې د افغان ښځو شبکې د ټولنيزو پاڼو له لارې د ټول هېواد په كچه ۳۴ تنه فعالې ښځې مشخصېږي او ستايل کېږي.
د افغان ښځو شبكې د همغږۍ مسووله روشن مشعل وايي، دا كمپاين د هېواد د ټولو ولايتونو په كچه د ښځو د فعالیتونو د ستاينې او د دوی د لا هڅولو لپاره د ۲۰۱۷ميلادي کال د مارچ له لومړۍ تر یو دېرشمې نېټې ترسره کېږي.
مشعل زیاتوي، د دې كمپاين په ترڅ كې به په ولايتونو كې د دې شبكې د سيمهييزو دفترونو او په ولايتونو كې د افغانو ښځو شبكې د غړو په همكارۍ د فعالو ښځو بيوګرافۍ راټولې شي.
نوموړې زیاتوي، وروسته به له هر ولايت څخه يوه تنه فعاله ښځه د هغې كمېټې له خوا چې د افغان ښځو شبكې مديره پلاوی او د شبکې نورې فعالې ښځې يې غړيتوب لري وټاكل شي او په ستاينلیک به ونازول شي.
راضيه سعادت حبيبي د كاپيسا ولايت د ښځو د حقونو له هغو فعالانو څخه ده چې د دې شبكې له خوا ستايل شوې. نوموړې چې د ښوونې او روزنې له پوهنځي لسانس ترلاسه کړی او ډېره موده يې مدني فعاليتونه ترسره كړي زیاتوي، د ښځو د سوداګرۍ، رهبــرۍ او ادارې، د ښــځــو پــه وړانــــدې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو، عدالت او حساب وركولو په برخه كې يې فعاليتونه ترسره كړي دي.
نوموړې وايي، د دې فعاليتونو سربېره ېې د مدني ټولنې د عـــدالــت غـــوښــتنې كمېټې د مرستيالې، په كاپيسا ولايت كې د ښځو د حق غوښتنې كميټې او د سيمهييزو پوليسو د مشورتي شورا د مرستيالې په توګه هم دندې ترسره کړې دي.د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت له فعالو ښځو داسې مهال ستاينه کېږي چې تل په حكومتي چارواكو او ښځو په ملاتړو بنسټونو له دې کبله نيوکې کېږي چې ګواکې د ښځو ورځ په خورا سمبولیکه توګه نمانځي.له همدې کبله د افغان ښځو د شبكې تر څنګ ځينې نورو بنسټونو هم خپلې تګلارې بدلې کړې دي او هڅه کوي د مارچ اتمه یا د ښځو نړيواله ورځ د فعالو ښځو د فعالیتونو په ستایلو سره ونمانځي. په دې لړ کې د خط نو سازمان هم د لومړي ځل لپاره د هرات ولايت لس تنه فعالې او زړورې ښځې وستايلې.د خط نو سازمان چې د ښځو د حقونو او دموکراسۍ د اعادې لپاره هلې ځلې کوي، داځل د هرات ولايت د ۱۳۹۵ لمريز کال۱۰ تنو فعالو او زړورو ښځو ته ستاينليکونه ورکړل او د دوی فعالیتونه يې وستایل.
د خط نو سازمان غړي ګیله کوي چې د ښځو د نړیوالې ورځې په تړاو ټول پروګرامونه په كابل كې جوړېږي او د ولایتونو ښځې له دغه پروګرامونو بې برخې دي، نو ځکه د دې سازمان غړو دا ځل په هرات ولايت كې دغه ناسته جوړه کړه.
په هرات ولايت كې د خط نو سازمان مشر محمد ناصر ګلراني وايي، ستايل شوې ښځې به د نورو فعالو ښځو لپاره د بېلګې په ډول کار کوي.نوموړی زياتوي، ستايل شوې ښځې په بېلا بېلو برخو لكه سياسي، نظامي او اقتصادي برخو كې فعاليت لري او د دې ناستې په ترڅ كې د فعالو او زړورو ښځو په حيث د هغوی د ستايلو هدف په بېلا بېلو برخو كې د ښځو او ځوانانو د ګډون پراخول دي.
ګلراني زیاتوي، ټولو ستایل شوو ښځو په خپل کاري برخو کې له ځانه ځانګړې وړتیاوې څرګندې کړې دي. هغه د بېلګې په ډول د نقیبې بارکزۍ نوم یاد کړ: ((تاسې وګورﺉ، د ستایلو شوو ښځو په لېست کې خبریاله نقیبه بارکزۍ هم شامله ده، هغه یوه زړوره خبریاله ده، په وروستیو کې د نوموړې یو راپور په نړیواله کچه انعکاس درلود، هغې د خبریالانو ښځو لپاره یوه ټولنه هم جوړه کړې ده.))
له بل لوري په هرات ولايت كې د ۲۰۷ ظفر قول اردو افسره زهرا پوپل چې د خط نو سازمان له خوا دزړورې افسرې په توګه ستايل شوې وايي، د یو چا د کارونو او فعالیــتونــو ارزول او ستایل ښه ګام دی، دغه څه نور کارکــوونــکي هم دې ته هڅوي چې خپلو کارونو کې ډېرې هڅې وکړي او له ځانه وړتیاوې وښيي: ((دا ډول ستاينې ډېرې ګټورې دي، نورې ښځې هم هڅوي چې ډېره هڅه وکړي او د راتلونکي کال لپاره دوی وستايل شي. دغه راز دوی هڅول کېږي چې د راتلونکي لپاره ښه پلانونه جوړ کړي.))
له بل لوري د خط نو سازمان عمومي رييس او د دې ناستې ګډونوال فهيم صديقي ژمنه کوي چې راتلونکی کال به د ښځو او ځوانانو د وضعیت د ښه کولو لپاره ځانګړي پروګرامونه په لاره واچوي.
په همدې حال کې د هرات ولايــت والــي محمد اصف رحيمي د خط نو سازمان ترسره شوي فعاليتونه ګټور وبلل او له نورو سياسي او مدني سازمانونو څخه يې وغوښتل چې دغه ډول فعالیتونه ترسره کړي.
اخوا په دغه سازمان کې یو شمېر ناستو ښځو هم له خط نو سازمان مننه وکړه چې د یوې غونډې په ترڅ کې يې فعالې ښځې وستايلې. دوی وايي، دغه هڅونه د ښځو د فعالیتونو په وده کې مهم رول لري.
د هرات ولايت د ښځو چارو رييسې محبوبه جمشيدي په اقتصادي، سياسي، ټولنيزو او فرهنګي برخو كې د ښځو د ګډون پر زیاتېدو د خوښۍ څرګندونو ترڅنګ ټینګار وکړ چې لا هم د افغان ښځو په لار کې ګڼې ستونزې پرتې دي چې په وړاندې يې باید په مسلسل او منظم ډول هڅې وشي.
په دغه ناسته كې ۵ زړورې ښځې د افغان امنيتي ځواکونو له منځه او ۵ نورې فعالې ښځې هم د ليكوالانو، خبريالانو او د ښځو او مدني حقونو د ملاتړو ښځو له منځه وستایل شوې او د کال زیار ايستونکې ښځې وبلل شوې. د یادولو ده چې خط نو سازمان په ۱۳۹۱ کال په افغانستان کې فعالیت پیل کړی دی، خو د هرات څانګه يې په ۱۳۹۵کال فعاله شوې ده. دغه سازمان په ټولنه کې د ځوانانو او ښځو د پراخ ګډون، له مخدره توکو د ځوانانو په راګرځولو او درملنه، پر ټاکنو د څارنې او عدالت په برخو کې فعالیت کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA