امنيتي ځواكونو په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو له زندانه ۳۲ تنه ملکي وګړي خوشې كړي دي.
د هلمند د ۲۱۵ ميوند قول اردو وياند ډګرمن محمد رسول ځاځي کليد ته وويل، د ملي اردو ځانګړو ځواكونو تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ په چاه ميرزا سيمه كې د وسله والو طالبانو پر يو زندان عمليات ترسره كړل، چې په ترڅ كې يې ۳۲ تنه ملكي وګړي خوشې شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادولو ده، چې په تېرو څو مياشتو كې دا څووم ځل دى، چې په هلمند کې د طالبانو له زندانه ملكي وګړي خوشې كېږي.


