ننګرهار کې يو محصل نامعلومو کسانو وژلی

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، تېره شپه د بهسودو ولسوالۍ په اړوندو کې موټر سايکل سپرو وسله والو يو محصل په ډزو سره و واژه.