د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، تېره شپه د بهسودو ولسوالۍ په اړوندو کې موټر سايکل سپرو وسله والو يو محصل په ډزو سره و واژه.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي کليد ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا شپږ بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند په اخندزاده صيب سيمه کې دوه موټر سايکل سپرو وسله والو يو محصل چې له جومات څخه د کور پر لوري روان و، د تمانچې په ډزو سره وژلی دي.
نوموړی وايي، وسله وال له سيمې تښتېدلي، خو امنيتي ځواکونو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
په ننګرهار کې دا محصل په داسې حال کې وژل کېږي، چې يوازې په روانه مياشت کې په ښار او نږدې سيمو کې لسګونه قومي مشران او عام خلک د نا معلومو وسله والو له لوري وژل شوي دي.


