د ملي اردو چارواکي وايي، لغمان ولايت کې يې د الماس ۴۰ په نوم پيل کړو عملياتو کې د يوه قومندان په ګډون درېيو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې تېره شپه يې د الماس ۴۰ په نوم عملياتو کې د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يو قومندان عبدالولي وژل شوی او د هغه دوه نور ملګري ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي، په دغو عملياتو کې د سيمې خلکو او افغان ځواکونو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


