ads

عبدالله عبدالله: په هېواد كې د ګوزڼ ناروغي د ورکېدو په حال کې ده

د ملي يووالي حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله وايي، په هېواد كې د ګوزڼ يا پوليو ناروغي د ورکېدو په حال کې ده.

نویسنده: sarwan
23 کب 1395
عبدالله عبدالله: په هېواد كې د ګوزڼ ناروغي د ورکېدو په حال کې ده

د ملي يووالي حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله وايي، په هېواد كې د ګوزڼ يا پوليو ناروغي د ورکېدو په حال کې ده.
نوموړي نن د وزيرانو شورا غونډه كې د خبرو په مهال په دې برخه کې د نړيوالو پر نورو مرستو ټينګار وکړ.
عبدالله وويل، اوس مهال د نړۍ په درېيو هېوادونو کې د پوليو يا ګوزڼ ويروس په بشپړه توګه له منځه نه دى تللى، چې يو يې افغانستان دى.
د نوموړي په وينا، په ټول هېواد کې د روغتيايي رضاکارانو په مټ له امنيتي ستونزو سره، سره د پوليو واکسين تطبيقېږي.
د يادونې وړ ده، چې تېر ميلادي كال په ټول هېواد كې د ګوزڼ ناروغۍ ۱۳ پېښې ثبت شوې وې او سږ كال تراوسه دوه ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA