ads

د کونړ په ماڼوګي کې د طوفان ۷۵ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل شول

د ملي اردو چارواکي وايي، د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې يې د طوفان ۷۵ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل.

نویسنده: sarwan
23 کب 1395
د کونړ په ماڼوګي کې د طوفان ۷۵ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل شول

د ملي اردو چارواکي وايي، د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې يې د طوفان ۷۵ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې نن سهار يې د کونړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ په شمون سيمه کې د ملي اردو د دويمې پلې لېوا په مشرۍ له ملي، سيمه ييزو، عامه نظم او ملي امنيت سره يو ځای د طوفان ۷۵ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل.
نوموړی وايي، له دغو عملياتو يې موخه په سيمه کې د وسله والو ځپل دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د ملي اردو له لوري د پيل شويو عملياتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA