ads

د کونړ په غازي اباد کې نښتې دوه وسله وال طالبان وژلي

د ملي اردو چارواکي وايي، د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې يې له وسله والو سره په مخامخ نښته کې دوه طالب وسله وال وژلي دي.

نویسنده: sarwan
23 کب 1395
د کونړ په غازي اباد کې نښتې دوه وسله وال طالبان وژلي

د ملي اردو چارواکي وايي، د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې يې له وسله والو سره په مخامخ نښته کې دوه طالب وسله وال وژلي دي.
په ختيځ زون کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې نن سهار وختي يې د کونړ ولايت غازي اباد ولسوالۍ په ترناب او بارګام سيمو کې له وسله والو طالبانو سره مخامخ نښته کړې، چې پرمهال يې دوه وسله وال وژل شوي او لسګونه نور يې ټپي شوي دي.
نوموړی وايي، په دغه نښته کې افغان ځواکونو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA