د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، پوليسو هغه کس نيولی چې څو ورځې وړاندې يې خپله مېرمن د چاقو په وسيله وژلې وه.
د ننګرهار دوالي وياند عطا الله خوږياڼي کليد ته وويل، چې د سرخرود ولسوالۍ امنيتي ځواکونو هغه کس نيولی، چې څو ورځې وړاندې يې خپله مېرمن د بهسودو ولسوالۍ په دامان سيمه کې د چاقو په وسيله وژلې وه.
نوموړی وايي، له نيول شوي کس څخه پلټنې روانې دي، ترڅو قانون پرې پلی شي.
ننګرهار کې ډېر کله د پېښې له ترسره کېدو وروسته عامل په تېښته بريالی کېږي، خو دا ځل چې قاتل نيول شوی نو اوس به وخت معلوم کړي، چې قانون پلی کېږي او که نه.


