د سوريې له رقه ښار څخه، چې د داعش په ولکه کې دى، ۳۰۰ محاصره کورنۍ په تېښته بريالۍ شوې دي.
رپوټونه وايي، پر رقه ښار د سوريايي ځواکونو عملياتو کې پرمختګ شوى، چې له كبله يې پر داعش وسله والې ډلې کړۍ تنګه شوې ده.
د سوريې لپاره د بشري حقونو لندن مېشتې ادارې ويلي، چې تښتېدلو کورنيو ځانونه دير الزور او حما ښارونو ته رسولي دي.
په يادو کورنيو کې يو شمېر د هغو وسله والو اړوند بلل شوي، چې داعش ته وفاداره دي.
پر رقه ښار که له يوې خوا سوريايي پوځ پراخ بريدونه پيل کړي، له بل پلوه د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو او د بشارالاسد وسله والو مخالفينو هم له تېر کال راهيسې داعش سره جګړه پيل کړې ده.


