افغانستان يو ځل بيا له روسيې د هغو تاسيساتو د رغولو غوښتنه کړې ده، چې د دغه هېواد له خوا پخوا جوړ شوي دي.
د روسي رسنۍ (سپوتنيک) د رپوټ له مخې، په مسکو کې د افغانستان د سفارت اقتصادي اتشې محمد عاصم له روسي چارواکو سره د ليدنې په مهال دغه غوښتنه کړې ده.
هغه زياته کړې، روسيه دې په افغانستان کې د هغو تاسيساتو په بيارغونه کې ونډه واخلي، چې په خپله روسانو جوړ کړي، خو د جګړو له كبله ويجاړ شوي دي.
عاصم ويلي، د دغو ټولو تاسيساتو شمېر ۱۲۴ ته رسېږي، چې له دې ډلې ۱۰۰ يې مهم او د افغانانو لپاره ډېر ګټور دي.
نوموړي په دې ډله کې د سالنګ تونل، د کابل سيلو، د کابل پل تخنيک پوهنتون، د جنګلک فابريکه او نور ياد کړي دي.
هغه وايي، چې په دې اړه په مسکو کې افغان سفير قيوم کوچي هم څو ځله له روسي چارواکو سره کتلي او له دوی يې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.


