د پکتیا ولایت یو شمېر ځوانان وایي، په دغه ولایت کې د تفریح لپاره د حکومت له لوري د پام وړ پارکونه او سيمې نه دي جوړې شوې او په دې برخه کې دغه ولایت ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې. دوی له حکومت غوښتنه کوي چې د پکتیا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې دې د تفریح او مېلو لپاره ځانګړي ځايونه جوړ کړي، څو خـلـک او کـورنــۍ وکولای شي په رخصتیو او نـورو ځـانـګـړو ورځــو کـې دې پارکونو ته لاړ شي او تفريح وکړي.
دغه ځوانان وايي، پکتیا ښکلي ځایونه لري او په لږ لګښت سره کېدای شي، دغه ځايونه د مېلو په ښکلو ځايونو بدل شي. دوی زیاتوي، دا لومړی ځل نه دی چې دوی د پکتیا ولایت لپاره د پارکونو او تفريحي سيمو غوښتنه کوي بلکې تر دې وړاندې يې هم ورته غوښتنې مطرح کړې دي، خو تر دې مهاله ورته هېڅ پام نه دی شوی.
د دغه ولایت یوه اوسېدونکي تواب کلید ته وویل، هرکله چې غواړي تفريح وکړي او چکر ته لاړ شي، نو هېڅ داسې ځای نه شي موندلای چې هغه دې د حکومت له لوري د تفريح لپاره جوړ شوی وي: ((دلته داسې کوم تفریحي پارک او ځای نشته چې سړی د تفریح لپاره ورشي، حکومت دې برخې ته هېڅ پام نه دی کړی، دا زموږ هیله ده چې چارواکي زموږ غږ واوري او په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.))
د پکتیا ولایت یو بل اوسېدونکی یوسف حنيف هم ټینګار لري چې د روح د ارامۍ او د طبيعي ښکلا لپاره پارکونه خورا مهم دي او د يوه ښار د ښایست لپاره هم دغه چاره ډېره ګټوره ده، خو د نوموړي په خبره تر دې مهاله په دې برخه کې کار نه دی شوی او دوی د تفریح لپاره هېڅ وړ ځای نه لري: ((پکتیا طبيعي ښکلا لري او که چېرې د حکومت له لوري هم پرې پانګونه وشي، ښايي د ګڼو ولایتونو او حتا بهر څخه دغو سيمو ته سيلانيان ورشي، دا به نه یوازې د پکتیا د خلکو د ارامۍ او تفريح لپاره ګټور کار وي، بلکې ښايي دغه سيمې په اقتصادي سرچينو هم بدلې شي.))
له بل لوري د پکتیا ځايي چارواکي وايي، د تفریحي سيمو او پارکونو جوړولو ته يې پام دی او په نېږدې راتلونکې کې به د دغه ولایت اوسېدونکي د خورا ښکلو پارکونو او تفريحي سيمو د لرلو شاهد وي.
د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښاروال عصمت خالد وايي، د تفريحي پارکونو او سيمو جوړول د دوی لومړيتوب دی. نوموړی ټینګار کوي چې همدا اوس يې د ګردېز ښار د تفريحي پارک پروژه تر کار لاندې ده او چارې یې هم ۵۰ په سلو کې مخ ته تللې دي: ((موږ په ۱۳۹۵ لمريز کال کې ګڼې پروژې پیل کړې چې یوه هم په ګردېز ښار کې د تفریحي پارک پروژه ده چې اوس هم عملاً تر کار لاندې ده.))
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د تفريحي سيمو جوړول نه یوازې دا چې د خلکو د تفريح لپاره مهم دي بلکې د ځوانانو تر منځ د ټولنيزو اړيکو په رغولو کې هم مرسته کوي او دغه راز د یوه ښار ښکلا هم دوه چنده کوي. دوی د حکومت تر څنګ له خصوصي سکټور هم غوښتنه کوي چې په دې برخه کې د پکتیا له خلکو سره مرسته وکړي او د تفريحي سيمو په جوړولو او رغولو کې رغنده رول ولوبوي.
د یادولو ده چې په تېرو کلونو کې هم د هېواد په کچه د حکومتي ادارو له لوري د پارکونو او شنو ساحو جوړولو ته هومره پام نه دی شوی او که ځينې سيمې جوړې شوې هم دي هومره وړې او له اسانتیاوو بې برخې دي چې د ښارونو هومره ډېر نفوس ته هېڅ ځواب نه شي ویلای.


