نن د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د كركټ درېيمه شل اوريزه لوبه كېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د ايرلنډ لوبډلې سره خپله درېيمه شل اوريزه لوبه ترسره کوي.
دا لوبه به د كابل په وخت له غرمې وروسته يوه بجه د هند د نوي ډېلي په ګرېټر نويډا لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب پيل شي.
تر دې مخكې دواړو ترسره شويو لوبو كې افغانستان ايرلنډ ته ماتې وركړې وې.