په ننګرهار کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت په ۱۴ زره هکټاره ځمکه باندې کرل شويو کوکنارو څخه به ۱۵ سوه هکټاره ځمکه باندې د کوکنارو کرل شوی فصل له منځه يوسي.
د ننګرهار د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ادريس ساپي له کليد سره په خبرو کې وويل، چې دوی د کوکنارو د کښت په وخت کې د ټولو ولسواليو ديني عالمانو، قومي مشرانو او بزګرو ته لارښوونه کړې وه، چې کوکنار دې نه کري، خو اوس يې چې کرلي دوي اړ دي، له منځه يې يوسي.
نوموړی وايي، د ټول ولايت په کچه په ۱۴ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي چې دوی به يې د ټاکل شوي وخت پورې ۱۵ سوه هکتاره ځمکه باندې د کوکنارو کرل شوی فصل له منځه يوسي.
خو يو شمېر بزګر بيا وايي، چې د دولت له لوري دوی سره د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې مرسته نه ده شوې، نو دوی اړ وو، چې کوکنار وکري.
دغه بزګر زياتوي، اوس يې چې فصلونه پخېدو ته رسېدلي، نو حکومتي ځواکونو ته به اجازه ورنه کړي، چې پر ځمکو دې ورته کرل شوی فصل له منځه يوسي.
په ننګرهار کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست چارواکي په داسې حال کې سږ کال په يو شمېر ولسواليو کې د زياتو کوکنارو د اړولو خبره کوي، چې اوس مهال دغه کرل شوي کښت نږدې دی، چې فصل يې بزګر ترلاسه کړي.


