د ملي اردو چارواکي وايي، لغمان ولايت کې د الماس ۴۰ په نوم د روانو عملياتو پرمهال يې ۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختيځ کې د ملي اردو د۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې له تېرو څو ورځو راهيسې يې د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې د الماس ۴۰ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړي، چې پرمهال تېره شپه د هوايي او ځمکينو بريدونو له کبله درې وسله وال وژل شوي او دوه نور يې ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي، په دغو عملياتو کې د سيمې خلکو او افغان ځواکونو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


