ads

راتلونکو ۱۰ورځو کې د برېښنايي تذکرو د وېش زماني جدول جوړېږي

جمهور رييس غني يوه پلاوي ته دنده وسپارله چې د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره شرايط او امکانات وڅېړي.

نویسنده: TKG
22 کب 1395
راتلونکو ۱۰ورځو کې د برېښنايي تذکرو د وېش زماني جدول جوړېږي

جمهور رييس غني يوه پلاوي ته دنده وسپارله چې د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره شرايط او امکانات وڅېړي.
له ارګ څخه كليد ته په رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، جمهور رييس محمد اشرف غني د برېښنايي تذکرو د وېش پر شرايطو د خبرو لپاره په ارګ کې له يو شمېر حکومتي چارواکو سره غونډه وکړه.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې يوه کاري ډله دې د تذکرو د وېش لپاره پر شرايطو غور وکړي او د دې بهير د پيل د نېټې وړانديز جمهور رييس ته وړاندې کړي.
جمهور رييس محمد اشرف غني د مارچ په دويمه نېټه د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د شپږمې مادې د تعديل تقنيني فرمان توشېح کړ.
پر دې اساس به په برېښنايي تذکرو کې د هر وګړي دين، قوم او مليت وليکل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA