په غزني او کندهار ولایتونو کې د هلمند ولایت یو شمېر بې ځایه شوي له سختو ستونزو سره مخ دي، خو تر دې مهاله ورسره لازمې مرستې نه دي شوې. دغه لسګونه کورنۍ چې اوس مهال د غزني ښار شمال ختیځ ته په علي لالا دښته او کندهار ښار کې مېشتې شوې، په کېږديو کې ژوند کوي او د ژوند له ګڼو اسانتیاوو بې برخې دي. دوی په هلمند کې د سختو جګړو له کبله بې ځایه کېدو ته اړې شوې دي.
د هلمند له سنګين ولسوالۍ د غزني علي لالا دښتې ته راکډه شوی عبدالخالق وایي، له نږدې دوو میاشتو راهیسې غزني ته راغلی، خو تر اوسه هېڅ ادارې یا موسسې ورسره مرسته نه ده کړې: ((هلمند کې سخت حالت وو، موږ هم مجبوره شوو، خپله سیمه او کلی پرېږدو، خو دلته نه اوبه شته، نه سون توکي لرو او نه هم د خوراک لپاره دومره څه لرو، چې دا شپه ورباندې ورځ او ورځ شپه کړو.))
حضرت محمد هم د هلمند له سنګین ولسوالۍ د غـزنــي عـلــي لالا دښـتـې تــه راکــډوال شــوی. نوموړی وايي، د اوسېدو ځای یې مناسب نه دی او د لویانو تر څنګ یې د ماشومانو ژوند او روغتیا له جدي ګواښ سره مخ ده: ((زموږ د کېږدیو او کورونو دیوالونه تاسې ګورئ، نم وهلي، سخت یخ هم ده، د ګرمولو لپاره د سون توکي هم نه لرو، د مشرانو تر څنګ مو ټول ماشومان ناروغه دي، غوښتنه مو له چارواکو دا ده، چې لاسنیوی مو دې وکړي.))
شپږ کلنه فرشته، چې تېر کال یې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د جګړو پر مهال خپل پلار له لاسه ورکړی وایي، نوره نه غواړي خپل کلي کور ته لاړه شي.
اخوا په غزني کي له طبيعي پېښو سره د مبارزې ریاست د یوې خیریه موسسې په مرسته له دغو هلمندي کورنیو سره د ۵ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
د غزني ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مشر انجنیر حفیظ الله ګلستاني وایي، دغه کورنۍ له ډېر بد وضعیت سره مخ دي او هڅه به وکړي، چې د نورو خیریه او مرسته کوونکو موسسو مرستې هم ورته راجذب کړي.
خو دغه بې ځایه شوي وايي، په دغو لنډمهالو مرستو یې ستونزې نه شي حلېدای او که حکومت يې رښتیا غم خوري، نو په هلمند کې د جګړو تر ختمېدو پورې دې د استوګنې یو خوندي ځای ورته برابر کړي.
د غزني تر څنګ د هلمند یو شمېر اوسېدونکي کندهار ته هم کډه شوي دي، هلته هم په سخت حالت کې ژوند کوي او له حکومت غوښتنه کوي چې د سرپناه غم دې يې وخوري. دوی وايي، خپلو سيمو ته يې بېرته ګرځېدلای نه شي او په نورو ولایتونو کې بیا نه ورته کار موندل کېږي او نه هم د اوسېدو ځای لري، خو د کندهار له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست وايي، له دې کډوالو سره يې د لومړنیو توکو مرستې کړې دي.
که څه هم دغه کډوالو فکر کاوه چې په لنډ وخت کې به په هلمند ولایت کې جګړې پای ته ورسېږي او دوی به بېرته خپلو سيمو ته ورستانه شي خو په خبره يې جګړې اوږدې شوې دي او اوس اړ دي چې په دويم ولایت کې د ځان لپاره د سرپناه غم وخوري او که په دې برخه کې ورسره حکومت مرسته ونه کړي ښايي له سختو ستونزو سره مخ شي.
د یادولو ده چې تر دې وړاندې له اروزګان، کندوز، بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو هم د جګړو له کبله ګڼې کورنۍ بې ځایه شوې دي چې ځینې يې بېرته ستنې شوې او ځینې اوس هم په سخت حالت کې ژوند تېروي.


