د هالنډ لومړي وزير د ترکيې پر جمهور رييس رجب طيب اردوغان له سختې نيوکې سره نوموړى لېونى ياد کړى دى.
د ترکيې جمهور رييس هالنډ د جرمني له نازي حکومت سره پرتله کړى دى.
د هالنډ لومړي وزير مارک روټ ويلي، دوى پوهېږي، چې رجب طيب اردوغان به په قهر کې دا څرګندونې کړې وي، خو په وينا يې، دا ډول بيان له حده وتل بلل کېږي.
بايد ياده شي، وروسته له هغې د ترکيې جمهور رييس هالنډ د جرمني له نازي حکومت سره پرتله کړ، چې په هالنډ کې د ترکيې د بهرنيو چارو د وزير الوتکې ته د کېناستو اجازه ور نه کړل شوه.


