د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په کوټ، نازيان او پچير اګام ولسواليو کې يې د هوايي بريدونو له کبله ۱۷ داعش وسله وال وژلي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته يې د نازيانو، کوټ او پچير اګام ولسواليو په بېلا بېلو سيمو کې د ملي اردو له لوري هوايي بريدونه ترسره کړي دي، چې پرمهال يې ۱۷ داعش وسله وال وژل شوي او ددوی ګڼ شمېر وسلې او نور تجهيزات يې له منځه وړي دي.
نوموړی وايي، په دغو هوايي بريدونو کې د سيمو خلکو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


