دمشق كې دوو بمي چاودنو لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د سوريې پايتخت دمشق کې دوو بمي چاودنو ۵۹ تنه وژلي او تر ۱۰۰ زيات يې ټپيان كړي دي.
په سوريه کې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې ويلي، يوه چاودنه د سړک غاړې ته د ښخ شوي بم له کبله وشوه، چې پر يوه بس وچاودېد او په دويمه پېښه کې يوه ځان وژونکي په باب الصغير سيمه کې بريد وکړ.