جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، چې دوى بايد له تېرو تجربو په ګټې اخيستنې د ټاکنو ترسره کولو لپاره غوره سيسټم ولري.
نوموړي دا خبره تېر ماښام په ارګ كې د ټاکنو د تياريو په اړه د ناستو په لړ کې په همدې هدف د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو او مرسته کوونکو هېوادونو استازو په ګډون جوړه شوې غونډه كې وكړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، چې په دې غونډه كې د ټاکنو بهير کې له ټکنالوژۍ د ګټې اخيستنې د طرز په اړه بحث او خبرې وشوې. د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس او د دې کمېسيون د دارالانشاء رييس د ټاکنو بهير کې له ټکنالوژۍ د استفادې په خاطر د ارزونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، له ټکنالوژۍ د ګټې اخيستنې قوي او کمزوري ټكي يې وارزول او بالاخره دې پايلې ته ورسېدل، چې د ټاکنو بهير کې له ټکنالوژۍ استفاده وشي.
همدارنګه د مرسته کوونکو هېوادونو استازو هم په دې اړه خپل نظريات شريک کړل او زياته يې كړه، چې ټاکنې يوه افغاني پروسه ده، دوى په دې بهير کې د افغان حکومت ترڅنګ ولاړ دي او د ټاکنو د ترسره کولو ملاتړ کوي.
ورپسې جمهور رييس غني خبرې وکړې او ويې ويل، په راتلونکو ټاکنو کې له ټکنالوژۍ ګټې اخيستنې ته ژمن دي، ترڅو د هغو شفافيت تضمين شي.


