د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د فلسطيني ادارې مشر محمود عباس ته د سپېنې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ور کړې ده.
امريکايي چارواکي وايي، جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د فلسطيني ادارې مشر محمود عباس سره ټليفون خبرې کړي او واشنګټن ته ېې د سفر بلنه ور کړې ده.
د فلسطين د مشر محمود عباس وياند ويلي، چې د جمهور رئيس په توګه د ډونالډ ټرمپ تر لوړې وروسته لومړی ځل دی، چې دواړه مشران په ټليفون خبرې کوي.
ټاکل شوې د دواړه مشرانو تر منځ به ډېرې خبرې د فلسطين او اسرايلو ترمنځ د کړکېچ په هکله وي.
د محمود عباس وياند زياته کړې، چې د فلسطين جمهور رئيس به په لويديځه غاړه کې د اسرايلو له لوري د نا قانونه کورنو جوړولو مسله هم ياده کړي.
دا په داسې حال کې ده چې فلسطينيانو د اسرائيلو له صدراعظم بنيامين نتنياهو څخه د ټرمپ د کلک ملاتړ له کبله انديښنه څرګنده کړې ده.


