ads

پچیراګام کې سیمه ییزو پولیسو عمومي لاره تړلې

د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې د دې سیمې سیمه ییزو پولیسو قیر سړک د ولسونو پر مخ تړلی، ناروغان او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

نویسنده: TKG
21 کب 1395
پچیراګام کې سیمه ییزو پولیسو عمومي لاره تړلې

د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې د دې سیمې سیمه ییزو پولیسو قیر سړک د ولسونو پر مخ تړلی، ناروغان او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د کلید راډيو د سهار په خیر جلال اباد په خپرونه کې د پچیراګام ولسوالۍ د پاس صبر یو شمېر اوسېدونکو په خپلو خبرو کې وویل، چې د دغې ولسوالۍ عمومي لاره سیمه ییزو پولیسو د خلکو پر مخ تړلې او دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی وایي، قېر سړک یې پر مخ تړل شوی او په خامه لار باندې وسله وال مایونه ځای پر ځای کوي، چې مرګ ژوبله یې ډېر کله ملکي خلکو ته اوړي.
د سیمې اوسېدونکي دغه راز زیاتوي، چې د لارې بندېدو له امله ناروغان او توکي له ډېر لرې ځایه پر شا راوړي.
بل لور ته بیا د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چې سیمه ییزو پولیسو یې د ولسونو پر مخ لاره تړلې نه، بلکې د یو شمېر امنیتي ستونزو له امله یې بدیله لاره خلکو ته ټاکلې ده.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې پر تړل شوې لاره نوې امنیتي پوستې جوړوي او په سیمه کې له ډاډمن امنیت وروسته به قیر سړک د ولسونو پر مخ پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پچیراګام ولسوالۍ په څېر په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د مرېز کنډو او یو شمېر نورو سیمو کې هم د عامو خلکو پر مخ دا ډول لارې د نامعلوم علت له کبله تړل شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA