هلمند كې ۴۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د هلمند ولايت په بېلابېلو سيمو کې د هوايي او ځمکنيو عملياتو په ترڅ کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان دي.
د هلمند ولايت رسنيو دفتر څخه كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، تېره ورځ د لښکرګاه ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند سيمو کې د امنيتي ځواکونو له لوري هوايي بريدونه شوي، چې له كبله يې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي، درې تنه ټپيان دي او اوس مهال افغان ځواکونه پر تصفيوي عملياتو بوخت دي.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed