ننګرهار کې يوه کس خپله مېرمن د چاقو په وسيله وژلې ده

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، بهسودو ولسوالۍ کې يوه کس خپله مېرمن د چاقو په وسيله وژلې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼي کليد ته وويل، چې تېره شپه د بهسودو ولسوالۍ په دامان سيمه کې صديق الله نامي يو تن چې اصلي د سرخرود ولسوالۍ اوسيدونکی دی، خپله مېرمن هاجره يې د چاقو په وسيله وژلې ده.