ads

ننګرهار کې يوه کس خپله مېرمن د چاقو په وسيله وژلې ده

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، بهسودو ولسوالۍ کې يوه کس خپله مېرمن د چاقو په وسيله وژلې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼي کليد ته وويل، چې تېره شپه د بهسودو ولسوالۍ په دامان سيمه کې صديق الله نامي يو تن چې اصلي د سرخرود ولسوالۍ اوسيدونکی دی، خپله مېرمن هاجره يې د چاقو په وسيله وژلې ده.

نویسنده: TKG
21 کب 1395

نوموړی وايي، له يادې مېرمنې څلور اولادنه هم پاتې شوي او د لومړنيو معلوماتو داسې معلوميږي، چې دغه پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله را منځته شوې ده.
خوګياڼی زياتوي، چې قاتل له سيمې تښتيدلی خو پوليسو يې په اړه پلټې پيل کړي، ترڅو عامل پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
په ننګرهار کې ډير کله ورته پيښې د کورني تاو تريخوالي له امله رامنځ ته کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې يو بل کس خپل ۷ مياشتنی ځوی حلال کړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA