ننګرهار كې شپږو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې بريد شپږو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، دا بريد تېره شپه ناوخته د اچين ولسوالۍ په مامند درې کې شوى، چې له كبله يې درې بهرني داعش وسله وال وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed