د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې بريد شپږو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، دا بريد تېره شپه ناوخته د اچين ولسوالۍ په مامند درې کې شوى، چې له كبله يې درې بهرني داعش وسله وال وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
نوموړي زياته كړه، چې د وژل شويو داعشيانو جسدونه اوس هم په سيمه کې پراته دي.
د مشرقيوال په وينا، په ياد بريد کې د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


