په زابل ولايت کې دوو سيمه ييزو پوليسو خپل اته ملګري وژلي دي.
د زابل والي بسم الله افغانمل وايي، چې دا پېښه پرون ناوخته د دې ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، يادو دوو پوليسو له وسله والو طالبانو سره اړيکې درلودې، خپل اته ملګري پوليس يې لومړى مسموم کړي او بيا يې وژلي دي.
افغانمل زياتوي، چې بريد كوونكو د تېښتې په وخت وسلې هم له ځانه سره وړې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
شاوخوا دوه اونۍ مخکې د هلمند ولايت په دويمه امنيتي حوزه کې هم په ورته پېښه کې ۱۱ پوليس د خوب په حالت کې د خپل يو همکار له خوا په ډزو ووژل شول او بريد کوونکى تر بريد وروسته له وسله والو طالبانو سره يو ځاى شو.


