له اداري فساد سره د مبارزې شبكه وايي، د كانونو په هغو ۲۱۷ قراردادونو كې، چې ټاكل شوې په نږدې راتلونكې كې له يو شمېر شركتونو سره لاسليك شي، د كانونو وزارت د يو شمېر چارواكو له خوا لس ميليون ډالره رشوت اخيستل شوى دى.
د دې شبكې مشر خان زمان امرخېل نن په يوه خبري غونډه كې وويل، د دوى موندنې ښيي، چې په راتلونكې كې به بيا هم د كانونو ګڼ شمېر قراردادونه زورواكي او دولتي چارواكي ترلاسه كړي.
نوموړي په دغو قراردادونو كې د پراخ فساد په اړه هم اندېښنه څرګنده كړه.
امرخېل زياته كړه، په لوى لاس په داسې سيمو كې د كانونو د ايستنې قراردادونه لاسليك كېږي، چې هغه سيمې ناامنه وي او هلته د دولت وسله وال مخالفين له دغو عوايدو ګټه اخلي.
هغه په همدې حال كې وايي، له يو شمېر شركتونو څخه لا له وړاندې د هر قرارداد پر سر سل زره امريكايي ډالر رشوت د يو شمېر چارواكو له خوا اخيستل شوى دى.
د كانونو وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او موږ غوښتل، چې د دې وزارت نظر ولرو، خو پر اخيستلو يې بريالي نه شوو.


