جلال اباد كې د وسله والو غلو شتون ښاريان اندېښمن كړي

د ننګرهار ولايت د مركز جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دغه ښار کې وسله والې غلاوې، انسان تښتونې او د هدفي وژنو لړۍ یو ځل بیا تېزه شوې، چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.