د ننګرهار ولايت د مركز جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دغه ښار کې وسله والې غلاوې، انسان تښتونې او د هدفي وژنو لړۍ یو ځل بیا تېزه شوې، چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د کلید راډیو د سهار په خیر جلال اباد خپرونه کې یو شمېر اورېدونکو په خپلو خبرو کې یادونه وکړه، چې د جلال اباد په ښار کې له تېرو څو ورځو راهیسې یو ځل بیا د وسله والو غلو شتون زیات شوی او هره شپه په لسګونه ښاریان لوټل کېږي.
دوی وایي، دغه غله دومره ډاډه دي، چې له جومات نه راتلونکي لمونځ کوونکي هم په رڼا ورځ تالاشي کوي او پیسې ترې اخلي.
بل لور ته د ننګرهار امنیتي چارواکي هم دا مني، چې په ښار کې وسله والې غلاوې ډېرې شوي، خو دوی وایي، د عاملینو د نیولو هڅې يې پیل کړې دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، نوي امنیه قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحیمي د جلال اباد ښار ټولو امنیتي مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې د هر ډول غیر قانوني کړنو او اشخاصو مخنیوي لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.
د جلال اباد ښاریان په داسې حال کې د غلو ډېرېدو اندېښمن کړي، چې په وار وار امنیتي مسوولین د دغو کړنو د مخنیوي یادونه کوي، خو تراوسه یې هېڅ عملي اقدام نه دى تر سترګو شوى.


